د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جولای په ۱۴مه نېټه د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عربي متحده امارت له چين عرب ټلويزيون سره د چيني تياتر په نامه په دغه هېواد کې د چيني ټلويزيوني مسلسلو ډرامو د خپرولو تړون د لاسليکولو مراسم په دوبی کې تر سره شول.
د دغه تړون له مخې به د خوشحالې نغمې، د بېجينګ ځوانانو او د جين تای لانګ نيکمرغه ژوند په نامه چيني ټلويزيوني مسلسلې ډرامې د دغه ټلويزيون له لارې خپرې شي چې د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون لخوا په عربي ژبه ترجمه شوې دي. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د اطلاعاتي څانګې مرستيال، د دغه کمېسيون د تګلارو د څيړونکي دفتر مرستيال مدير او د فلم دولتي ادارې مشر وانګ شياو هوي، د دوبی د مطبوعاتي دفتر عالي رتبه سلاکارې اوليير قافيه په دغو مراسمو کې ګډون وکړ او د شاملو خواوو څه باندې سل استازو هم په کې برخه اخيستې وه. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |