د جولای په پنځلسمه نېټه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي چې د سولې په اووم نړيوال فورم کې د ګډون لپاره چين ته راغلی، په بېجينګ کې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له خبريالانو سره مرکه وکړه.
ښاغلي کرزي په مرکه کې په افغانستان کې د سولې په وړاندې د عمده ننګونو او د دې مسئلې د حل د مناسبې لارې په هکله خپل نظر څرګند کړ، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې يې د چين د رول مثبته ارزونه وکړه او د سيمه ييزې سولې د ساتنې لپاره د چين لخوا وړاندې شوې د يو کمربند او يوې لارې غوښتنې ارزښت يې ګټور وباله.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |