د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۵مه نېټه په پاکستان کې د سخت ترهګريز بريد له امله د دې هېواد ولسمشر ممنون حسين ته د خواخوږۍ پيغام وليږه او د بې ګناه وژل شويو کسانو ته يې د تعزيت ژور مراتب او ټپيانو او د وژل شويو کسانو خپلوانو ته يې د زړه له کومې همدردي څرګنده کړه.
شي جين پينګ په دې پېغام کې ويلي چې ترهګري د انسانانو ګډ دوښمن دی. چين له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي او د دې ترهګريز بريد سخته غندنه کوي. چينايان تل له پاستانيانو سره ملګري کوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې، د دولتي ثبات او د خلکو د امنيت د ساتنې په برخو کې د پاکستان له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ کوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |