د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په افغانستان کې د م م مرستندويه پلاوي د جولای په ۱۵مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل چې د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې په افغانستان کې د بېلا بېلو وسله والو شخړو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۱۲۲ عامو وګړو ته مرګ ژوبله رسېدلې چې په کې ۱۶۹۲ تنه وژل شوي او ۳۴۳۰ ټپيان شوي دي.
په راپور کې ويل شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د وژل شويو کسانو شمېر ۱ سلنه زيات شوی چې دغه شمېر په ۲۰۰۹ کال کې د م م له ثبت شوي ريکارډ څخه تر ټولو زيات دی او د ټپي شويو کسانو شمېر ۵ سلنه ټيټ شوی دی.
له راپور سره سم د۲۹ سلنې مرګ ژوبله په ځمکه کې د وسله والو شخړو له امله رامنځته شوې او د ۲۸ سلنې مرګ ژوبله د ځانمرګي بريدونو له امله رامنځته شوې ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |