د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د حماس توندلارې ډلې د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه وويل چې د اسرائيلو پوځ په همدې ورځ دوه ځلې پر غزې سيمې بريدونه کړي خو پکې هيڅ مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې. تر دوو ورځو بريدونو وروسته د فلسطين او اسرائيل ترمنځ حالات د جولای په پنځلسمه نېټه بيا لږ څه نښتې وشوې خو د تېزېدو نښه نشته.
د روانې مياشتې د څوارلسمې نېټې په شپه حماس او اسلامي جهاد ډلو په جلا جلا توګه اعلان وکړ چې له اسرائيلو سره د اوربند هوکړه شوې. خو د اسرائيلو لخوا د حماس سره د اوربند تړون څخه انکار کړی دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |