پر ځايي وخت د جولای په ۱۵ مه نېټه د روسيې په مسکو کې د لوجنيکي په لوبغالي کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړيوال جام په پايلوبه کې فرانسوي لوبډلې د دوو پر وړاندې په څلورو ګولونو کرواتيايي لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې توګه يې يوځل بيا د فوټبال نړيوال جام وګاټه ، تر دې وړاندې دغه هېواد په ۱۹۹۸ کال کې د فوټبال نړيوال جام ګټلی و. کرواتيا دوهم ځای او بېلژيک درېيم ځای خپل کړ.
د کرواتيا لوبغاړي لوکا مودريک د تر ټولو غوره لوبغاړي جايزه، انګلستانوي لوبغاړي هاري کاين د شپږو ګولونو په کولو سره د تر تولو ښه نښې ويشتونکي جايزه، بېلژيکي دروازه ساتونکي ټيباوټ کورتوريس د تر ټولو ښه دروازې ساتونکي جايزه او هاسپانوي لوبډلې د مساوي لوبې جايزه خپله کړه. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |