CRI Online

د تليمو نفت لرونکې سيمې د شينجيانګ ۵ جنوبي ايالتو او سيمو ته ۳۰ مليارډ مکعب متره طبيعي ګاز ليږلی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-07-16 11:10:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،څرنګه چې په جنوبي شينجيانګ کې د ګازو اخيستلو او د طبيعي ګازو پروژې له پلي کېدو راهيسې د تليمو نفت لرونکې سيمې د خوتن ،کشغر او اکسو په ګډون د جنوبي شينجيانګ ۵ سيمو او ايالتو ته څه د پاسه ۳۰ مليارډ مکعب متره طبيعي ګاز ليږلی دی،تر اوسه پورې په جنوبي شينجيانګ کې د طبيعي ګازو د استعمالوونکو شمېر له ۲ مليونو ۵۸۳ زرو تنو څخه اوښتی دی او هر کال د ليږدونکو طبيعي ګازو اندازه له ۲ زرومکعب مترو څخه ۳ مليارډ او ۹۰۰ مليونو مکعب مترو ته زياته شوې ده.

د خبر له مخې،په جنوبي شينجيانګ کې د طبيعي ګازو پروژه چې په ۲۰۱۳ کال کې جوړه شوې، له شينجيانګ سره د مرستې لپاره د چين د نفتو شرکت لومړنۍ پروژه ده چې په لوېديځ کې د لوېديځ ګاز د کارولو پيمانه لوړه شوې ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای