CRI Online

د فوټبال نړيوال جام پای ته ورسيد چې په روسيه کې د فوټبال نښې پاتې شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-07-16 14:39:00

د روسيې په مسکو کې د لوجنيکي په سپورټي ميدان کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړيوال جام په پايلوبه کې فرانسوي لوبډلې له شلو کلونو وروسته يوځل بيا د فوټبال نړيوال جام وګاټه او په دې توګه د يوې مياشتې لپاره د فوټبال نړيوال جام پای ته ورسيد. په دې نړيوال جام کې د څلور شپيتو سياليو او د دې لوبو لپاره په اتو کلونو کې د روسيې د تياريانو د يادونې په وخت کې د فوټبال لوبو د نړيوالې ټولنې رئيس ګياني انفانتينو وويل چې د فوټبال نړيوال جام وروسته په روسيه کې نه يوازې بشپړ سپورټي جمنازيمونه او ميدانونه پاتې شوي، بلکې اوس نړۍ د روسيې په هکله د فوټبال په برخه کې نوې پيژندنې لري.

د فوټبال د نړيوالې ټولنې رئيس انفانتينو د روسيې د فوټبال د نړيوال جام لپاره د تنظيم شوو کارونو په هکله وويل چې د دې دورې د فوټبال نړيوال جام د پخوا په پرتله ښه دی. هغه وويل (اواز)

زه له لوبغاړو، روزونکو، لوبڅارو په تيره بيا د روسيې د حکومت او خلکو، ولسمشر ولاديمير پوتين، د لوبو د تنظيموونکې کميټې، د روسيې د فوټبال ټولنې، داوطلبانو او ټولو کسانو څخه مننه کوم چې د دې دورې نړيوال جام تر ټولو ښې لوبې تر سره شوې.

د دې دورې د نړيوال جام تر سره کولو مخکې د زيات شمير هېوادونو خلکو د رنګه عينکو په لرلو سره وکتلې. خو د فوټبال په مليونو تنو مينوالو په روسيه کې د فوټبال لوبو له کتلو وروسته د روسيې په هکله نظريې بدلې کړې. (اواز)

د مکسيکو د فوټبال مينوال: په اصلي ډول مې دا نظر درلود چې روسيان د خلکو سره ښه چلند نه کوي، خو په حقيقت کې داسې نه دي. دوی د مکسيکو او کلومبيا په شمول نور هېوادونه خوښوي.

د پاناما د فوټبال مينوال: زما په اند روسيان ډېر ميلمه پال دی او له نړيوال جام سره مينه لري او د نورو هېوادونو ميلمانه خوښوي.

روسيې د نړيوال جام تر سره کولو په موده کې د نورو هېوادونو د فوټبال مينوالو د روسيې د منظمو او تنظيم شوو کارونو، ښه امنيتي ضمانت او د روسيې د خلکو د ښه چلنډ له امله بيا روسيه ښه پيژندلې ده. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وويل چې د نړيوال جام له امله نړۍ د روسيې سره تبعض بدل شوی. (اواز)

د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه مينوال روسيې ته راغلي او په خپله د روسيې ميلمه پال چلند ګوري. د ټولنيزو خبري رسنيو د خپريدو سره سره د روسيې په اړه جدي خاطرې بدلې شوې.

د فوټبال نړيوال جام نه يوازې روسيې ته د فوټبال شوق او ذوق ورکړی، بلکې په دغه هېواد کې دوولس سپورټي ميدانونه او جمنازيمونه پاتی شوي چې پکې بشپړ سپورټي تاسيسات شته. د هالنډ د فوټبال پخواني ستوري وان باستين د دې دورې د نړيوال جام د استازي په توګه په روسيه کې د فوټبال د سپورټي ميدانونو د ډيزان او کارونو لوړه ستاينه وکړه. هغه وويل(اواز)

په ټولو سپورټي ميدانونو کې ډيزان دېر ښه دی او د دغو ميدانونو د ساتلو کارونه مساعد دي . په لوبو کې د نندارچيانو شمير ډېر زيات دي، نو زما په اند دا د فوټبال نړيوال جام يوه بريالئ دوره وه.

اوس دغه سپورټي ميدانونه او جمنازيمونه د فوټبال د کلبونو او د خلکو د سپورټونو ځايونه ګرځيدلي دي. د دغو سپورټي ميدانونو نه پرته د روسيې په يوولسو ښارونو کې د ترافيکي تاسيساتو او د هوټلونو او رسټورانټونو په شمول بنسټيز تاسيسات به ځايي خلکو ته ګټې ورسوي. د جرمني يو خبريال چې د شپږو دورو د فوټبال د نړيوال جام په اړه راپورتاژونه ترتيب کړي، وويل چې د روسيې نړيوال جام زما له اټکل څخه وتلی دی. (اواز)

په جرمني کې خلکو په روسيې کې د دې فوټبال د نړيوال جام په هکله شک درلود. خو اوس کتلی شي چې د دې نړيوال جام معيارونه تر ټولو لومړی مقام لري. ټول بنسټيز تاسيسات ښه دي، کارونه منظم او سالم دي چې ډېرې اسانتياوې لري.

د فوټبال له نړيوال جام وروسته به په روسيه کې د فوټبال وياړ او خوب دوام ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای