CRI Online

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۶.۸ سلنه زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-07-16 14:48:57

د چين د شمېرنې ادارې د جولای په شپاړسمه نېټه يو لړ شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۴۱ زرو ۸ سوو ۹۶.۱ ملياردو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۸ سلنه زيات شوی دی.

د مالوماتو له مخې، د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۶.۸ سلنه زيات شوی او په دوهمه ربعه کې يې ۶.۷ سلنه زيات شوی چې په تېرو دوولسو ربعو کې تل له ۶.۷ سلنې څخه تر ۶.۹ سلنې پورې ساتلی دی. د چين د شمېرنې ادارې وياند ماو شنګ يونګ په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې دې ته اشاره وکړه چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين اقتصاد عموماً ثابت او ښه حالت ساتلی ، جوړښتي تعديل په ژوره توګه پياوړې شوی، د خوځنده ځواک د بدلولو سرعت چټک شوی، کيفيت او موثريت يې هم په ثابت ډول لوړ شوی او د چين اقتصاد د ښه کيفيت لرونکی پرمختګ پيل شوی دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای