CRI Online

د چين د ځنګلونو او چمنو ملي اداره: تمه کېږي چې چين به له ۶۰ څخه تر ۲۰۰ پورې ملي پارکونه جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-16 15:03:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د ځنګلونو او چمنو ادارې د ملي پارکونو د ادارې دفتر مدير مرستيال تانګ شياو پينګ په دې وروستيو ورځو کې وويل چې د چين د ملي پارکونو د جوړولو کچه نسبتا لوړه ده.په راتلونکي کې به څومره ملي پارکونه جوړ شي؟ اوس يې ځواب سخت دي. اوس يو شمېر مسلکي ټيمونه دا کار کوي. له لومړۍ شمېرنې سره سم په چين کې به له ۶۰ څخه تر ۲۰۰ پورې ملي پارکونه جوړ شي چې د ملي ځمکو ۵ يا ۹ سلنې پراخوالی به ونيسي.

تانګ شياو پينګ وويل ، کله چې د ځنګلونو او ګراسلاننډ ملي ادارې معيارونه ټاکي، په جدي توګه د ملي پارکونو د جوړولو عمومي لايحې پر غوښتنو ټينګار کړی.لومړۍ، د ايکولوژيکي خونديتوب دی، په ځانګړې توګه يو نسبتا بشپړ ايکولوژيک سيسټم بايد تامين شي.دوهم، د هېواد نماينده ګي دي، غوره شوي ځايونه د سيمې، د ځمکو سمبالښتونو،ايکولوژيک سيسټم ، ژوندی تنوع او نورو ساحو کې ملي استازيتوب او نړيوال ارزښت لري. درېيم، د ټولو خلکو عامه ګټه ده. عامه ګټه عموما د ځينو ځمکو مالکيت او تاسيساتو شرايطو کې منعکس کېږي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای