CRI Online

د ايران مذهبي مشر له اروپا څخه وغوښتل چې د ايران اټومي تړون ته ضروري تاًمين برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-16 15:04:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د جولای په ۱۵ مه نېټه د اروپا له اړوندو خواوو څخه وغوښتل چې د ايران اټومي تړون ته ضروري تاًمين برابر کړي.

د ايران ملي تلويزيون خبر ورکړ چې خامنه يي په همدې ورځ د دغه هېواد د کابينې په غونډه کې وويل، چې ايران د خپل اټومي تړون د تطبيق په اتکا خپله اقتصادي ستونزه په پوره توګه نه شي حلولای ،د دغه تړون اړوند اروپايي هېوادونه دې په مداومه توګه ايران ته د اټومي تړون د هراړخيز تطبيق لپاره ضروري تاًمين برابر کړي. نوموړي همدارنګه د دغه هېواد له کابينې څخه غوښتنه وکړه چې ژر ترژره له دغه تړون څخه د امريکا د وتلو له امله د منفي اغېزو د کمولو تدبيرونه ژر تر ژره جوړ کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای