د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو د جولای په ۱۵مه نېټه وويل چې امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت موافقه وکړه چې په کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت کې د امريکايي سرتېريو جسدونو د موندلو کارونه بيا پيل کړي.
پومپيو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دواړو هېوادونو استازو په همدې ورځ په پانمونجومون کې له ۲۰۰۹ کال راهيسې د جنرالانو په کچه لومړۍ خبرې اترې تر سره کړې چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت له خوا د ۵۳۰۰ امريکايي سرتېريو د جسدونو د سپارلو مسئلې په اړه بحث وشو تر څو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مشر کيم جونګ اون ګډې ژمنې پوره شي.هغه وويل چې په خبرو اترو کې پرمختګونه شوي، دواړو خواوو د همکارۍ غوښتنه وکړه او باوري ژمنې يې تر لاسه کړې.
پومپيو وويل چې د دواړو هېوادونو چارواکي به د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه کاري غونډه تر سره کړي او د پيدا شويو امريکايي سرتېريو جسدونو د سپارلو مسئلې په اړه به يې بحث وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |