CRI Online

د م م چارواکي له فلسطين او اسرائيلو څخه د زورزياتي د بندولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-16 15:28:43

د منځني ختيځ د سولې بهير په اړه د م م ځانګړي همغږي کوونکي نيکولای ملادينوف د جولای په ۱۵ مه نېټه په غزه سيمه کې د اسرائيلو او فلسطين له بېلابېلو ډلو څخه وغوښل چې له زغمه دې کار واخلي او زورزياتی دې بند کړي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په تېرو نږدې لسو کلونو کې په غزه سيمه کې فلسطينانو درې ځلې لوی پوځي بريدونه تجربه کړي، په تېرو لسو کلونو کې د غزې خلک او د اسرائيلو په سرحدي سيمه کې ميشت اسرائيليان د راکټي توغنديو په ګواښونو کې واوسيدل.اسرائيل دې په غزه کې له پوره زغم څخه کار واخلي او پر ماشومانو دې له بريدونو څخه ډډه وکړي، په غزه سيمه کې فلسطيني لاريون کوونکي دې خپل لاريونونه په سوله ييزه توګه ترسره وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای