د چين د سوداګرۍ وزارت ويبپاڼې د جولای په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ چين په نړيوال سوداګريز سازمان کې يو ځل بيا پر امريکا دعوا وکړه چې تر ۳۰۱ نمبر پلټنې وروسته يې د دې هېواد اړوندو ادارو ته د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني صادراتو د تعرفو د لوړولو وړانديز کړی دی.
د جولای په ۱۱مه نېټه، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند په دې اړه چې امريکا به د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني صادراتو د تعرفو د لوړولو لېست وړاندې کړي، وويل، د امريکا دغه کړنه بيخي د منلو وړ نه ده، چين په دې اړه کلک احتجاج کوي. نوموړي وويل، چين د امريکا د دې کړنې په اړه حيرانتيا څرګنده کړې او د چين حکومت به د خپل هېواد د مرکزي ګټو او د خلکو بنسټيزو ګټو د ساتلو لپاره د تل په شان لازم تدبيرونه ونيسي.
ور پسې د جولای په ۱۲مه نېټه، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند په يوه خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ چې چين د امريکا له سوداګريزې ځورونې سره کلک مخالفت کوي او اړ به شي چې لازم مقابلوي تدبيرونه ونيسي تر څو د هېواد او خلکو ګټې وساتي او په ګرده نړۍ کې ازاده سوداګري او څو اړخيز نظام وساتي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |