CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې پر چين د امريکا هغه نيوکه رد کړه چې ګواکې له اوږدې مودې راهيسې، چين په نابرابرې سوداګرۍ لګيا دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-16 18:23:23

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په ۱۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د ۳۰۱ پلټنې په اړه د امريکا په اعلاميه کې د چين په اړه هغه خبرې رد کړې چې وايي له اوږدې مودې راهيسې، چين په نابرابرې سوداګرۍ لګيا دی. هوا چون ينګ وويل، د امريکا دغه خبرې بې دليله او بې معقوله دي.

نوموړې وويل، د سوداګرۍ نابرابري له ناعادلانه سوداګرۍ سره بېله ده. عدالت دا دی چې د عادلانه او خلاصو مشورو له لارې نړيوال اصل جوړېږي او دا نه دی چې کوم هېواد د خپل ځان د ګټو او نظرونو له مخې معيار جوړوي او د خپلو ګټو د زياتوالي لپاره د نورو هېوادونو ګټې کموي. په نننۍ نړۍ کې مختلف هېوادونه يو له بل سره نژدې اړيکې ساتي او د برخليک د يو لاس کېدو په زمانه کې په پروټېکشنيزم خپل ځان نه شي ساتلی او يونيليټراليزم زيانمن دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای