د بريټانيا د مالي ټايمز ورځپاڼې يو خبر ورکړی چې د يو کمربند او يوې لارې پروژه په ګرده نړۍ کې له ستونزو سره مخامخ شوې ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په ۱۶مه نېټه وويل، چې دغه نظر واقعيت نه لري او چين ته د منلو وړ نه دی. نوموړي وويل، چې د چين په ملګرو هېوادونو کې هيڅ هېواد له چين سره د همکاريو له امله د پور په بحران کې نه ډوبېږي او تر اوسه پورې هيڅ د پور بحران د چين لخوا نه دی رامنځته شوی. نوموړې وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې ابادي د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر طلايي اصولو روانه ده. په تېرو څو کلونو کې د مختلفو خواوو د ګډو کوښښونو په رڼا کې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې همکاريزو پروژو برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او کوي يې چې له امله يې د چين ملګرو هېوادونو ۲مليارده او۲۰۰ مليونه امريکايي ډالره ماليات اخيستي او په دغو هېوادونو کې له ۲ لکو نه زيات روزګارونه پيدا شوي دي. نو دغو پروژو د اړوندو حکومتونو او خلکو هوکړې تر لاسه کړې دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |