د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسيې د ولسمشر ولاډيمير پوټين ترمنځ لومړۍ رسمي کتنه د جولای د شپاړسمې نېټې په ماسپښين د فنلنډ په پلازمينه هلسينګي کې تر سره کېږي. دا د امريکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ له لوړې کولو نه وروسته له پوټين سره لومړنۍ رسمي کتنه ده.
د معلوماتو له مخې، په دغه کتنه کې به دواړه مشران د دوه اړخيزو اړيکو، د منځني ختيځ اوضاعو، د اوکراين حالاتو او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په شمول د څو موضوعاتو په اړه بحثونه وکړي. له کتنې نه وروسته به يوه ګډه خبري ناسته تر سره شي او دواړه مشران به په دغه ناسته کې د دغې کتنې پايلې معرفې کړي او د خبريالانو پوښتنو ته به ځوابونه ورکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |