د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان خبري رسنيو د جولای په شپاړسمه نېټه خبر ورکړ چې په هغه ځانمرګي بريد کې ۱۴۹ کسان وژل شوي او ۱۸۶ تنه نور ټپيان دي چې د روانې مياشتې د ۱۳مې نېټې په ماسپښين د بلوچستان په مستونګ سيمه کې يوه ټاکنيزه غونډه کې رامنځته شوی و.
د مستونګ سيمې د سرچينې له قوله، څيړونکو په ۱۵مه نېټه معلومات واخيستل چې ۲۱ جسدونه روغتون ته نه دي لېږدول شوي او د خپلوانو لخوا خاورو ته سپارل شوي دي، نو مخکې تردې دوی د مړه شويو کسانو په حساب کې نه وو شامل شوي. تر اوسه پورې د دغه ځانمرګي بريد له امله ۱۴۹ کسان وژل شوي او ۱۸۶ تنه نور ټپيان دي چې له ټپيانو څخه ۷۰ تنه لا هم په روغتون کې تر علاج لاندې دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |