CRI Online

د حکومتوالۍ په اړه د شي جين پينګ د نظريو کتاب د چيني او عربي لوستونکو غونډه په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-16 21:25:57
د حکومتوالۍ په اړه د شي جين پينګ د نظريو کتاب د چيني او عربي لوستونکو غونډه په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوه

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له عربي متحده اماراتو څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تر رسمي ليدنې مخکې، د حکومتوالۍ په اړه د شي جين پينګ د نظريو کتاب د چيني او عربي لوستونکو غونډه او د چيني کتابونو د خرڅلاو اوونۍ فعاليت د جولای په ۱۵مه نېټه په ابوظبۍ کې ترسره شو. د چين د اطلاعاتو او نشراتو څانګې مرستيال او د چين د فلمي چارو ادارې مشر وانګ شياو هوی او د عربي متحده اماراتو د کلتور او ځوانانو چارو وزير نهيان بن مبارک النهيان، د دولتي چارو او د هېواد نشراتي کمېټې رئيس سلطان بن احمد الجابر، د عربي متحده اماراتو د کلتور او پوهنې د پرمختګ وزير نورا الکابي په شمول د دواړو هېوادونو څه باندې ۲۰۰ تنو په ياد فعاليت کې ګډون کړی و او د حکومتوالۍ په اړه د شي جين پينګ د نظريو کتاب په هکله يې بحثونه وکړل. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای