CRI Online

لي که چيانګ د اروپايي شورا له رئيس ډونالډ ټوسک او د اروپايي ټولنې کميټې له رئيس جيان کلاود جونکير سره يو ځای د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو د شلمې کتنې مشري وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-16 21:26:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د جولای د ۱۶مې نېټې په سهار د چين په ولسي تالار کې د اروپايي شورا له رئيس ډونالډ ټوسک او د اروپايي ټولنې کميټې له رئيس جيان کلاود جونکير سره يو ځای د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو د شلمې کتنې مشري وکړه.

له نوموړي سره په خبرو کې لي که چيانګ وويل، چې اوسمهال د چين او اروپا ترمنځ اړيکې د پخوا او راتلونکې د نښلولو لپاره په کليدي حال کې دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به درسره کتنه وکړي او د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د ټينګښت په اړه درسره د نظريو تبادلې وکړي. چين د اروپا د يو لاس کېدو له جريان څخه ټينګ ملاتړ کوي او هيله لري چې د اروپايي ټولنې يووالی، ثبات او پرمختګ وساتل شي. چين غواړي له اروپا سره يو ځای د خپلمنځي ستراتيژيک تګ راتګ د پياوړتيا، د مؤثرو همکاريو د ژورتيا او په هره ساحه کې د چين او اروپا ترمنځ د ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د پرمختيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه چې د اوسنيو پيچلو نړيوالو حالاتو په وړاندې، په تېره بيا د يونيليټراليزم او پروټېکشنيزم د قوي کېدو په حال کې، چين او اروپايي ټولنه دی په نړۍ کې د دوو مهمو او عمده اقتصادي ډلو په توګه د نړيوال نظام د ساتلو لپاره مسؤليتونه پر غاړه واخلي او له ازادې سوداګرۍ او څواړخيزې غوښتنې څخه دې ملاتړ وکړي، تر څو نړيواله سوله، ثبات او پرمختګ پياوړی شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای