د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د چين مرستيال صدراعظم ليو هه د جولای په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې د اروپايي کميسيون له مرستيال رئيس جورکي کتاينن سره وکتل چې د چين او اروپا د مشرانو په ۲۰م ملاقات کې يې ګډون کړی و.
ليو هه وويل، د چين او اروپا د مشرانو ملاقات او د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ په ساحه کې د لوړپوړې کچې ديالوګ په وار سره ترسره شوی دی. دواړه خواوې بايد ور پسې يو لړ برياليتوبونه په ښه توګه پلې کړي تر څو د دواړو خواوو خلک او تصدۍ ترې ريښتنې ګټې واخلي. اوس د سوداګرۍ يو اړخيز کېدو او سرغړونو نړۍ ته سخت زيانونه رسولي دي. چين غواړي له اروپايي ټولنې سره يو ځای د ازادې سوداګرۍ مقررات او د سوداګرۍ څواړخيز نظام وساتي.
کتاينن وويل، اروپايي ټولنه د سوداګرۍ په برخه کې له چين سره ورته اندېښنه لري او غواړي له چين سره همغږي او تبادلې پياوړې کړي او په ګډه د نړيوال سوداګريز سازمان اصلاحات وهڅوي او د سوداګرۍ څواړخيز نظام وساتي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |