CRI Online

د لبنان ولسمشر: د ايران له ذروي تړون څخه د امريکا وتل پر سيمه ييز امنيت او ثبات منفي اغېزه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-17 10:02:22
د لبنان ولسمشر: د ايران له ذروي تړون څخه د امريکا وتل پر سيمه ييز امنيت او ثبات منفي اغېزه کوي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د لبنان ولسمشر ميشل اون د جولای په ۱۶مه نېټه وويل، د ايران له ذروي تړون څخه د امريکا وتل پر سيمه ييز امنيت او ثبات منفي اغېزه کوي.

د لبنان ولسمشرۍ ماڼۍ د جولای په ۱۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ولسمشر ميشل اون په همدې ورځ د ايران د ولسمشر له ځانګړي استازي او د بهرنيو چارو له مرستيال وزير انسري سره د کتنې په وخت کې دغه څرګندونې وکړې. هغه وويل، د ايران ذروي تړون د سيمه ييز ثبات لپاره يوه بنسټيزه مسئله ده، له دې تړون څخه د امريکا وتل پر سيمه ييز امنيت او ثبات منفي اغېزه کوي.

په دې اعلاميه کې راغلي، انسري اون ته د ولسمشر حسن روخاني پيغام وړاندې کړ چې د ايران د ذروي تړون په اړه تازه حالت يې ياد کړ او په عين وخت کې يې پر دې ټينګار وکړ چې د ايران او لبنان ترمنځ اړيکې دې په بېلا بېلو ساحو کې پياوړې شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای