CRI Online

د امريکا او روسيې د ولسمشرانو ترمنځ لومړي رسمي ملاقات رغنده رول لري

cri     (GMT+08:00) 2018-07-17 10:10:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جولای په ۱۶مه نېټه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سيال ولادمير پوتين سره د فنلنډ په پلازمېنه هلسينکي کې خبرې وکړې. دواړو خواوو وويل، د دوی د لومړي ځل رسمي ملاقات رغنده رول لري او امريکا او روسيه به خپلمنځي بحث ته دوام ورکړي.

ټرمپ او پوټين په همدې ورځ د فنلنډ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د تړلو دروازو تر شا څو ساعته خبرې اترې وکړې. ور پسې ټرمپ په خبري ناسته کې وويل، ده له پوتين سره د امريکا د ۲۰۱۶ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې د شکمنې لاسوهنې، د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، د ايران او سوريې د اوضاعو په شمول د يو لړ موضوعاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړې. د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې رغنډه رول لري او د دواړو هېوادونو امنيتي کميسيونونه به د يادو موضوعاتو په اړه په دوامداره توګه بحثونه وکړي.

پوتين د دې ملاقات په اړه خوښي څرګنده کړه او و يې ويل، که څه هم يو ځل ملاقات د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې مسئلې نه شي حلولي، خو دا پر سم لوري لومړی قدم دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای