CRI Online

شي جين پينګ د م م د يونيسکو سازمان له عمومي مديرې اودري ازولای سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-07-17 10:11:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۶مه نېټه د دياو يوو تای په ملي مېلمستون کې د م م د يونيسکو سازمان له عمومي مديرې اودري ازولای سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ له چين څخه د اودري ازولای د لومړۍ ليدنې هر کلی وکړ او په خپلو خبرو کې يې دې ته اشاره وکړه چې په اوسنۍ نړۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو برخليک لا نژدې شوی دی.انساني مدنيتونه په څو اړخيزه توګه موجود دي.د يو کمربند او يوې لارې په رڼا کې بايد نه يوازې ګډ پرمختګ پرمخ يو وړل شي بلکې د خلکو ترمنځ اړيکې هم ټينګې شي.چين غواړي چې د نړيوالو مدنيتونو ترمنځ د ډيالوګ او د انساني پرمختګ او ترقۍ د پرمخبيولو لپاره لا ستر خدمتونه وکړي.

ازولای وويل چې په اوسنۍ نړۍ کې يو اړخيزه کيدنه بيا رامنځته شوې ده. نړيواله ټولنه بايد په خلاصه رويه سره پر څو اړخيز کېدو او ډيالوګ ټينګار وکړي چې دا د نړيوالې ادارې مهمه برخه هم ده. د م م يونيسکو سازمان د چين له ټينګ ملاتړ څخه مننه کوي او دوه اړخيزې همکارۍ او د څو اړخيز کېدو د ساتلو لپاره د چين هڅې ستايي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای