CRI Online

شي جين پينګ د نړيوال بانک له مشر جيم يونګ کيم سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-07-17 10:12:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۶مه نېټه د دياو يوو تای په ملي مېلمستون کې د نړيوال بانک له مشر جيم يونګ کيم سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين په اوږده موده کې له نړيوال بانک سره ښې همکارۍ کړې دي. مونږ له دې څخه خوښي څرګندوو چې نړيوال بانک د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ملاتړ کوي او په دې وروستيو کلونو کې يې د پانګونې د زياتوالي او د ونډو برخې د اصلاحاتو او د چين په شمول د نويو سمسورو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د استازيتوب او ويناوو حقونو د تر لاسه کولو لپاره هڅې کړې دي.

شي جين پينګ پردې ټينګار وکړ چې چين غواړي د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې له نړيوال بانک سره همکارۍ وکړي.

جيم يونګ کيم هم په خپلو خبرو کې په اوږده موده کې له نړيوال بانک څخه د چين له ملاتړ څخه مننه څرګنده کړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای