د سينهوا اژانس د خبر له مخې افغان پوليسو د جولای په ۱۶مه نېټه وويل چې په همدې ورځ يې د کابل په ښارکې د يو ترهګريز بريد مخه ونيوله او پر يو شکمن بريګريې ډزې وکړې چې غوښتل يې ځانمرګی بريد وکړي.
د ابتدايي پلټنې له مخې د دې بريد موخه په ياده سيمه کې د هغې غونډې ګډونوال وو. د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم سلګونه پلويان د يادې سيمې په يو پارک کې راټول شوي وو.خو د دې بريد له امله دغه غونډه لغوه شوه.
د جولای په ۱۵مه نېټه هم د کابل د پوليسو په شپږمه ښاري ناحيه کې د کليو او پرمختيا وزارت ودانۍ نه بهر د يو ځانمرګي بريد له امله ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |