د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۶مه نېټه د دياو يوو تای په هوټل کې د اروپايي شورا له رئيس ډونالډ فرانسيسزيک توسک او د اروپايي ټولنې د کميټې له رئيس جين کلادو جونکير سره وکتل چې د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو ترمنځ په شلمه غونډه کې يې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغلي دي.
رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې چين او اروپايي ټولنه د نړيوالې سولې جوړوونکي او د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکي او د نړيوال نظام ساتونکي دي. چين غواړي چې د متقابل درناوي، عدالت او د همکارۍ له لارې د ګډو برياليتوبونو پر بنسټ له اروپا سره يو ځای ګډې هڅې وکړي تر څو د چين او اروپا ترمنځ د هر اړخيزې همکارۍ ستراتيژيکې اړيکې لا ټينګې شي او دوه اړخيز اقتصادي پرمختګ او خلک ترې ګټې واخلي.
توسک او جونکير وويل چې د اروپا او چين ترمنځ هر اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ ډېرې مهمې او ستر اهميت لري . اروپايي ټولنه د اروپايي هېوادونو د يو ځای کېدو له بهير او د چين له ملاتړ څخه مننه کوي او غواړي چې په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکارۍ او په نړيوالو چارو کې همغږي پياوړې کړي .(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |