CRI Online

روسيه د فوټبال نړيوال جام په کوربتوب سره بدله شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-17 14:38:08

د فوټبال نړيوال جام سږنۍ سيالۍ د روانې مياشتې د ۱۵ مې نېټې په شپه په بريالۍ توګه پای ته ورسېدلې او پر ځايي وخت د جولای په ۱۵ مه نېټه د روسيې په مسکو کې د لوژنيکي په لوبغالي کې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړيوال جام په پايلوبه کې فرانسوي لوبډلې د دوو پر وړاندې په څلورو ګولونو کرووشيايي لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې توګه يې تر شلو کلونو وروسته يوځل بيا د فوټبال نړيوال جام وګاټه، تر دې وړاندې دغه هېواد په ۱۹۹۸ کال کې د فوټبال نړيوال جام ګټلی و. کرووشيا دوهم ځای او بېلژيک درېيم ځای خپل کړ.

د کرووشيا لوبغاړي لوکا مودريک د تر ټولو غوره لوبغاړي جايزه، بريټانوي لوبغاړي هاري کاين د شپږو ګولونو په کولو سره د تر ټولو ښه نښې ويشتونکي جايزه، بېلژيکي دروازه ساتونکي ټيباوټ کورتوريس د تر ټولو ښه دروازه ساتونکي جايزه او هاسپانوي لوبډلې د مساوي لوبې جايزه خپله کړه.

د دوبي په روان فصل کې د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلي مينه وال روسيې ته رسېدلي چې دوی نه يوازې تيرې لسګونه زړه وړونکي سيالۍ له نږدې ليدلې، بلکې د دې جام کوربه هېواد روسيې ښکلې خاطرې د دوی په زړونو کې د تل لپاره پاتې شوې دي.

(اواز۱)د جولای د يوولسمې نېټې په نيمه شپه د مسکو په لوژنيکې ميدان کې د کرووشيا ټيم د يو په مقابل کې په دوو د انګليستان ټيم ته ماتې ور کړه چې له امله يې د دوی مينه وال د سيالۍ تر ختميدو وروسته لا هم په ميدان کې پاتې شول او په ميدان کې داوطلبان او نور کارکوونکي د دوی تر څنګ ودرېدل څو چې د دوی له خپګان سره همدردي او خواخوږي وښيي. له ميدان څخه تر وتلو مخکې يو سپين ګېرې مينه وال له کارکوونکو څخه مننه وکړه.

د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو او سيمو څخه مينه وال په رښتينې توګه د فوټبال نړيوال جام له لارې له نږدې د روسيې جزابيت احساس کړی او دغه هېواد او وګړي يې نور هم ښه پېژندلي دي. د مسکو مرکزي سور ميدان چې د روسيې زړه حيثيت لري او د فوټبال نړيوال جام په ترڅ کې هره ورځ ګن شمېر مينه وال او سيلانيان دلته رسېدلي او راغونډ شوي دي. له انګليستان څخه راغلی يو مينه وال خبريال ته وويل چې د لويديځ رسنيو په خبرونو کې روسيه يو مرموز هېواد دی خو کله چې روسيې ته تر تللو وروسته هغه ومونده چې روسيې د هغه له اند اوله خيال څخه ډېر لوړ او توپېر درلود. هغه وويل:

(اواز۲)دا ځای ډېر پاک دی او هر ځای يې له خوځنده ځواک څخه ډک دی. روسيان ډېر مينه ناک او د دوستانه رويې لرونکي دي او په بشپړه توګه زما له تصور څخه بهر دی.

د فوټبال نړيوال جام په ترڅ کې، مينه وال، خبريالان او چارواکي د روسيې د چوپړتياوو او ترتيباتو لوړه ارزونه وکړه. په تېره بيا ډېرې کوچنۍ جزئيات هم پر مينه وال باندې ژورې اغېزې درلودې. د دې فوټبال نړيوال جام د ليدلو لپاره مينه والو بايد يو " مينه وال پاسپورټ " تر لاسه کړي او دا نه يوازې روسيې ته د بهرنيانو ننوتلو لپاره اجازه ده، بلکې څوک دغه پاسپورټ لرونکي کولای شي چې په روسيه کې وړيا ترانسپورټ تر لاسه کړي. د بوليوی نړيوال ټلويزيون ويبپانه خبريال فرېدی ګوستافو چې څو ځلې د فوټبال نړيوال جام لپاره مرکې کړې دي وويل، دا غوره نړيوال جام دی د هغو په پرتله چې هغې په تېرو کلونو کې تجربه کړی وه. هغه وويل:

(اواز ۳) د فوټبال نړيوال جام تنظيماتو کار ډېر منظم دی او په ميدان کې داوطلبانو مينه والو او خبريالانو ته ښه خدمتونه تر سره کړی او مرستې کړې دي. په تېره بيا د مينه والو او خبريالانو لپاره وړيا ترانسپورټ برابر شوی او دا ډېرې ښې اسانتياوې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای