د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان د جولای په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مدير تيدروس ادهانوم سره د کتنې په وخت کې وويل، چين غواړي له دې سازمان سره همکاري لا نږدې کړي او په ټوله نړۍ کې د روغتيايي چارو پرمختګ د هڅولو لپاره خپل خدمتونه وړاندې کړي.
وانګ چي شان وويل، د چين حکومت د روغتيا په برخه کې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره ډېر کوښښونه کړي او په دې ترڅ کې يې د خلکو روغتيايي کچه او د نيکمرغۍ احساسات لوړ کړي. چين په ګرده نړۍ کې د روغتيايي چارو د همغږۍ په برخه کې د دې سازمان د مهم رول ستاينه او ملاتړ ترې کوي چې په بېلا بېلو کچو کې د روغتيايي او دوامدار پرمختګ موخه عملي کړي.
ښاغلي تيدروس وويل، د روغتيا نړيوال سازمان به په کلکه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي او د يو کمربند او يوې لارې او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په چوکاټ کې به له چين سره ستراتيژيکې همکارۍ نږدې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |