CRI Online

د م م ځانګړی استازي په ليبيا کې له اړوندو خواوو څخه وغوښتل چې په ليبيا کې د سياسي چارو او بشردوستۍ په برخه کې هڅو ته ادامه ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-17 15:20:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ليبيا مسئلې په هکله د م م سرمنشي ځانګړی استازي غاسن سلام د جولای په ۱۶مه نېټه وويل چې که څه هم ليبيا د سياسي چارو او بشردوستۍپه برخه کې هڅوونکې نښې نښانې ښودلې ، خو اړونده خواوې بايد په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ور کړي.

سلام په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمينه ترابلس کې د راډيو له لارې د امنيت شورا ته د ځايي وضيعت او د هغه عملي پلان د پلې کولو په باب معلومات وړاندې کړل چې تېر کال د م م له خوا جوړ شوی و.هغه وويل چې د روان کال په لومړيو څو مياشتو کې پوځي عمليات کم شوي. د دې هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې د م م تر ملاتړ لاندې ځايي ټاکنې تر سره شوې او په ترابلس او بن غازي کې د م م دفترونه بيا جوړ شوي او مشورتي بهير يې هم پيل شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای