CRI Online

د اصلاحاتو او ورخلاصون په هکله د رئيس شي جين پينګ پر افکارو د څېړنې په اړه کتاب چاپ شو

cri     (GMT+08:00) 2018-07-17 15:39:31

د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د غوره کېدو د ۴۰مې کاليزې د يادونې لپاره د اصلاحاتو او ورخلاصون په هکله د رئيس شي جين پينګ پر افکارو د څېړنې په اړه کتاب په دې وروستيو ورځو کې د چين د خلکو د خپرندويې ټولنې له خوا چاپ او خپور شو چې د چين د ګوانګ دونګ ولايت د ګوندي کميټې د تبليغاتو څانګې او د دې ولايت د ټولنيزې اکاډمۍ له خوا تاليف شوی دی.دغه کتاب لومړی تيوريک کتاب دی چې پکې په سيستماتيکه توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون په هکله د چين د کمونېست ګوند د عمومي منشي شي جين پينګ د افکارو په باب معلومات وړاندې کيږي.

په دې کتاب کې د دې افکارو تاريخي پسمنظر ،تيوريکه سرچينه، د دې افکارو ستر اغير او خدمتونه ياد شوي او په عمده توګه د اقتصاد، سياست ، کلتور، ټولنې او چاپيريال په اړه د اصلاحاتو او ورخلاصون د مهمو افکارو تحليل او شننه پکې شوې ده.

د دې کتاب د مسئول ايډېتر او د چين د تبلغاتو مرستيال وزير او د چين د راډيوګانو او تلويزيون د مرکزي ستېشن مشر شن های شونګ دې ته اشاره وکړه چې له دې افکارو څخه ښکاريږي چې د اصلاحاتو او ورخلاصون په برخه کې زمونږ د ګوند تيوری او پېژندنه نوې تاريخي سويې ته رسيدلې ده او له دې څخه په نوې زمانه کې د چين خصوصيت لرونکي سوسياليزم په هکله د رئيس شي جين پينګ د افکارو اصل هم څرګند شوی او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي تيوريک سيستم لا بشپړ شوی او د مارکسيزم د چيني کېدو نوی پړاو هم برابر شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای