د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په اوولسمه نېټه د روسيې او امريکا د مشرانو ترمنځ د کتنې په اړه د خبريالانو ځينو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چې چين د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه والي هرکلی کوي.
نوموړې وويل، چې روسيه او امريکا د امنيت شورا دايمي غړي هېوادونه او په نړۍ کې مهم اغيزمن هېوادونه دي، نو دغه دواړه هېوادونه د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو په باره کې مهمې دندې لري. چين د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي هر کلی کوي. موږ هيله لرو چې روسيه او امريکا ډيالوګ او خبرې اترې پياوړې کړي او همکارۍ پراخې کړي. ځکه دا د نړيوالې سولې او پرمختګ او د نړيوالې ټولنې په وړاندې د شته ننګونو د ليرې کولو لپاره ګټورې دي. تاسې راڅخه پوښتنه وکړه چې ايا په هلسينګي کې د دغو دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ کتنه به د چين او دغو دوو هېوادونو ترمنځ په اړيکو باندې اغيزه ولري او که نه؟ زما په اند، اغيزه يې نه شته. موږ د چين او روسيې ترمنځ پر هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو ټينګ باور لرو او هيڅ شی به پر دغو اړيکو باندې اغيزه ونه کړي. دغه راز، له امريکا سره د اړيکو د پرمختګ په اړه زموږ دريځ دايمي او ښکاره دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |