CRI Online

هوا چون ينګ د امريکا هغه خبر رد کړ چې ګواکې چين د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصولو مراعات نه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-17 17:34:37

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، امريکا پر چين انتقاد کړی چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصولو مراعات نه کوي، په دې مناسبت د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په ۱۷مه نېټه په بيجينګ کې يوه نوبتي خبري ناسته کې د امريکا ياد خبر رد کړ او ويې ويل چې ځيرک کسان په خپله پوهيږي چې څه روان دي؟

له يوې مودې راهيسي امريکا د څو راپورونو په خپرولو سره پر چين نيوکې کوي چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصولو مرعات نه کوي او په دې پلمه يې پر چين يوه اړخيزه سوداګريزې تګلاره غوره کړې. په دې هکله وياندې هوا چون ينګ وويل چې چين يوازې په دې شرط چې د تړونونو د روحيې له مخې نړيوال اصول مراعات شي او ټينګار کوي چې د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم صلاحيت او اغيزې دې تر ساتنې لاندې راشي. چين له پخوا څخه او هم په راتلونکي کې به يوه اړخيزه تګلاره غوره نه کړي او د ازاد ورخلاصون، د غير تبيعض او د ګمرکي مالياتو د محدوديت او د ځانګړو او نابرابرو چلندونو په شمول د سوداګرۍ نړيوال سازمان له بنسټونو څخه به سرغړونه ونه کړي. د لويو پيښو نه مخکې چين د اصولو مراعات کوي او خپل اعتبار او دندې پوره کوي.

وياندې هوا چون ينګ وويل چې چين هر وخت کوښښ کړی چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصولو مراعات کوي او د دغه سازمان ژمنې پوره کړي او د نړيوالې ټولنې پراخې پيژندنې يې تر لاسه کړې دي. د دغه سازمان عمومي مدير روبيرتو ازيويدو وويل چې په ۲۰۰۱ کال کې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين له شامليدو راهيسې په دې سازمان کې د چين رول ورځ په ورځ زياتيږي چې د ستاينې وړ دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای