CRI Online

تبصره: که امريکا له زورواکې غوښتنې او يواړخيزې غوښتنې څخه لاس وانه خلي، د ټرمپ او پوټين ترمنځ کتنه به د امريکا او روسيې ترمنځ د اړيکو د ښه والي سبب ونه ګرځي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-17 20:44:15

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين د جولای په ۱۶مه نېټه د فنلنډ په پلازمينه هلسينګي کې لومړۍ رسمي کتنه وکړه. دواړو خواوو د فنلنډ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې تر څو ساعتو پټې کتنې وروسته وويل، چې دا يوه رغنده کتنه وه. د دوه اړخيزو اړيکو دايمي خرابوالی د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون نه خوري.

تر دغې کتنې وروسته په خبري ناسته کې معلومه شوه چې مطالب يې د امريکا په عمومي ټولټاکنو کې د ټرمپ او روسيې ترمنځ د تماس نيولو د مسئلې، د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې، د ذروي وسلو د کنترول، سوداګرۍ، پانګونو او همکارۍ او د ايران او سوريې د حالاتو په اړه و. ويل کېږي چې له کريميا مسئلې نه پرته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه ټولې کليدي مسئلې پکې شاملې وې.

رښتيا دا ده چې د روسيې او امريکا ترمنځ اړيکې ډېر پيچلې دي او عمده شخړې او کشالې يې په دوو ډولونو ويشل کېږي: يوه خوا د ګټو په اړه شخړې او بله خوا د ارزښتناکو نظرونو په اړه کشالې دي. لومړۍ خوا د مشورو او منځګړيتوب له لارې حلېدای شي، خو دوهمه خوا په لنډه موده کې نه شي ليرې کېدای.

اوسمهال که څوک غواړي د امريکا او روسيې ترمنځ اړيکې ښې کړي، د اوکراين، سوريې او ايران په شمول پر ځينو سختو او تودو مسئلو سر بېره، هغه د امريکا په کورنيو کې له روسيې سره د اړيکو په اړه له پيچلي سياسي چاپيريال سره هم مخامخ شي. که امريکا له زورواکې غوښتنې او يواړخيزې غوښتنې څخه لاس وانه خلي، د ټرمپ او پوټين ترمنځ کتنه به د امريکا او روسيې ترمنځ يخې شوې اړيکې نه شي تودې کولای.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای