CRI Online

وانګ يي د روغتيا د نړيوال سازمان له عمومي مدير تيدروس ادهانوم سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-07-18 09:23:28

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې د روغتيا د نړيوال سازمان له عمومي مدير تيدروس ادهانوم سره وکتل.

وانګ يي وويل، روغتيا د نړيوالې ادارې او د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ ستراتيژۍ مهمه برخه ده. چين غواړي د روغتيا په برخه کې د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز کې د ورېښمو لارې ابادۍ او د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ کې د روغې افريقا ابادۍ او د شتمنۍ ټولنې د جوړولو په هکله د چين له موخې او په راتلونکو ۵ کلونو کې د روغتيا د نړيوال سازمان له ستراتيژيک پلان سره يو ځای کړي او په ټوله نړۍ کې به له روغتيايي چارو څخه ملاتړ وکړي تر څو زموږ اولادونو ته ګټې ورسول شي.

ښاغلي تيدروس د وانګ يي له وينا سره موافقه وکړه او له چين څخه يې مننه څرګنده کړه. هغه وويل د روغتيا نړيوال سازمان غواړي په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په جوړونه کې ګډون کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای