د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريکس هېوادونو د درېيمې دورې خبري رسنيو لوړ پوړی فورم به د روانې مياشتې له ۱۸ مې څخه تر ۱۹ مې نېټې پورې د جنوبي افريقا په کيپ ټاون کې تر سره شي.
دغه فورم به د سينهوا اژانس او د جنوبي افريقا خپلواک رسنۍ ګروپ سره يو ځای جوړ کړي او د برازيل، روسيې او هند مشهورې رسنۍ به هم په دغه فورم کې ګډون وکړي. د بريکس د پنځو هېوادونو څخه د رسنيو سازمانونو مشران به د " د بريکس هېوادونو د رسنيو اغېزې پياوړې کړي-- د رسنيو رول او مسئوليت"، " د بريکس هېوادونو رسنيو تر منځ همکارۍ به لا پياوړې کړي " او " د بريکس هېوادونو رسنۍ او افريقا" په شمول دريو برخو مسئلو په اړه ژور بحثونه او خبرې اترې به وکړي.
روان کال جنوبي افريقا د بريکس هېوادونو د رئيسه هېواد دنده پر غاړه لري او د بريکس هېوادونو د مشرانو ۱۰مه غونډه به د روانې مياشتې له ۲۵ مې نېټې څخه تر ۲۷ مې نېټې پورې په جهنسبرګ کې تر سره شي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |