د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د اوبو لګولو وزارت خبر ورکړ، د روان کال د جون مياشتې تر پايه پورې د چين په ۳۱ ولايتونو، خودمختارو سيمو او مستقيمو ادارو ښارونو کې د سيندونو د ادارې لپاره د مشر نظام پوره جوړ شوی دی. اوس په ټول هېواد کې هر سيند اداره کوونکي لري او په يادو ۳۱ ولايتونو کې د ولايت، ښار، ولسوالۍ او علاقه دارۍ په کچه د مشرانو عمومي شمېر له ۳ لکو نه زيات دی. برسيره پر دې، په ۲۹ نورو ولايتونو کې د کلي په کچه د سيندونو د مشرانو شمېر ۷.۶ لکه تنو ته رسېدلی او دغه راز د سيندونو د ادارې لپاره پوره نظام جوړ شوی دی.
د اوبو لګونو وزير عه جينګ پينګ وويل، د سيندونو د مشرانو په اړه د سازماني سيستم، اداري سيستم او دندي سيستم په ابتدايي توګه بشپړ شوی دی. د دې نظام په جوړېدو سره په چين کې ټول سيندونه او جهيلونه تر ادارې لاندې دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |