د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جولای په ۱۷مه نېټه د افغانستان د سرپل ولايت يو مامور وويل، د دې ولايت په سعيد سيمه کې د يوې جنازې په مراسمو کې د داش د بريد له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه ووژل شول او ۵ تنه نور ټپيان شول.
د دې ولايت د ځايي حکومت وياند وويل، دغه بريد د طالبانو د يوه قوماندان د جنازې پر مراسمو تر سره شو چې يوه ورځ مخکې د داعش له اورپکو سره په جګړه کې وژل شوی و.
د دغه خبر له مخې، د داعش دوه اورپکې د کليوالو په بڼه د يادې جنازې ځای ته ننوتلي او په ډزو يې خلک ووژل، ور پسې دوی په چټکه توګه تښتيدلي دي. په وژل شويو کسانو کې د طالبانو ډېر غړي شامل دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |