CRI Online

جاپان له اروپا سره د اقتصادي همکاريزو اړيکو د ټينګېدو تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-07-18 11:33:42
جاپان له اروپا سره د اقتصادي همکاريزو اړيکو د ټينګېدو تړون لاسليک کړ

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جاپان لومړي وزير شينزو ابي د جولای په ۱۷مه نېټه په توکيو کې د اروپايي شورا له رئيس ډونالډ توسک او د اروپايي کميسيون له رئيس جين کلود جونکر سره د جاپان او اروپا ترمنځ د اقتصادي همکاريزو اړيکو د ټينګېدو تړون لاسليک کړ. کله چې دغه تړون نافذ شي، دا به په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوی سوداګريز تړون وي چې د نړۍ په عمومي سوداګريزه اندازه کې به ۳۷ سلنه جوړه کړي، د نړۍ د ټولو هېوادونو د کورنيو توليداتو په عمومي اندازه کې به ۳۰ سلنه ونيسي او کابو ۶ سوه مليونه کسان به د دې تړون تر پوښښ لاندې راشي.

د ياد تړون په اړه خبرې اترې د ۲۰۱۳ کال په اپريل کې پيل شوې او د تعرفو، د پوهنې ملکيت حق او انلاين سوداګرۍ په شمول ۲۷ برخو کې ترسره شوې. د جاپان د بهرنيو چارو وزارت وويل، جاپان هيله لري چې له اروپايي ټولنې سره د سوداګريزو اړيکو د ټينګېدو په وجه د يو بل مستقيمې پانګونې وهڅوي او په نړۍ کې د سوداګرۍ د ساتونکې غوښتنې مخه ونيسي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای