د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د جولای په ۱۷ مه نېټه وويل چې اوس د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت تر منځ د ډيالوګ پرمختګ په ښه حالت کې دی او امريکا د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې د حل وخت نه دی ټاکلی.
ټرمپ د همدې ورځې په ماسپښين خبريالان ته وويل چې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا تر منځ ډيالوګ او خبرې لا هم دوام لري او په بريالۍ توګه يې پرمختګ کړی. هغه فکر کوي چې اوس د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ډېرې ښې دي. هغه زياته کړه چې امريکا د دې مسئلې د حل وخت نه دی ټاکلی او نه غواړي چې په بېړه دغه مسئله حل کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |