CRI Online

د امريکا د پارلمان غړي د ټرمپ له حکومت څخه وغوښتل چې بايد د تعرفو له لوړولو څخه لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-18 15:08:17
د امريکا د پارلمان غړي د ټرمپ له حکومت څخه وغوښتل چې بايد د تعرفو له لوړولو څخه لاس واخلي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د کانګرس د مشرانو جرګې د ماليې کمېټې رئيس او د جمهوري غوښتونکي ګوند پارلماني غړي ورين هاچ د جولای په ۱۷مه نېټه د ټرمپ له حکومت څخه وغوښتل چې بايد د تعرفو له لوړولو څخه لاس واخلي او له سوداګريزو همکارانو سره دې خبرې اترې وکړي. که نه، هغه به کانګرس د ولسمشر د سوداګرۍ صلاحيت کمولو لپاره اړوند قانون جوړونې ته وهڅوي.

هاچ په همدې ورځ د مشرانو په جرګه کې وويل، د ټرمپ حکومت د کابو ۵۰۰ مليارډو ډالرو په ارزښت پر وارداتو د تعرفو د لوړولو په اړه تګلارې پلې کړې او يا يې اړوند ګواښ کړی دی. له دې امله به د امريکا کورونه او تصدۍ له خطرناک حالت سره مخامخ وي او ښايي د امريکا د مالياتي نظام په اصلاحاتو کې تر لاسه شويو برياليتونو ته زيانونه ورسول شي. اوس بايد د سوداګرۍ خبرې اترې پيل شي. که د ټرمپ حکومت د تعرفو لوړولو ته دوام ورکړي، هغه به د ولسمشر د سوداګرۍ صلاحيت د کمېدو لپاره کوښښونه وکړي. اوس هغه د کانګرس له نورو غړو سره د اړوند قانون د جوړېدو په بحث بوخت دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای