د اقتصادي مراجعو ورځپاڼې د خبر له مخې هغه کاري ډلې چې د چينګ هوا پوهنتون د چيني علمي او تخنيکي تګلارې د څېړنيز مرکز او د دې پوهنتون د عامه اداري پوهنځي په اړه د حکومتي اسنادو مرکز له خوا په ګډه جوړه شوې ، په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې د ۲۰۱۸ کال لپاره د چين د مصنوعي ځيرکتياوو د پرمختګ په هکله راپور خپور کړ چې له مخې يې تېر کال په دې برخه کې د چيني بازاري پيمانه ۲۳ مليارډه ۷۰۰ مليونه يوانو ته رسيدلې چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۶۷ زيات شوی دی. د اټکل له مخې په ۲۰۱۸ کال کې به د چين مصنوعي ځيرکتياوې په بازار کې پرمختيايي انډول په سلو کې ۷۵ ته ورسيږي.
د دې راپور له مخې په دې برخه کې د اړوندو چيني تصديو شمېر له ۲۰۱۲ کال څخه په چټکۍ سره زيات شوی چې د ۲۰۱۸ کال تر جون پورې دغه شمېر ۱۰۱۱ ته رسيدلی چې په نړۍ کې يې تر امريکا وروسته دوهم مقام نيولی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |