CRI Online

د کوريا ټاپووزمې په لويديځه سمندري سيمه کې د کوريا جمهوريت او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت ترمنځ پوځي مخابراتي کرښه بيا فعاله شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-18 16:09:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د کوريا جمهوريت د دفاع وزارت د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه اعلان وکړ چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت له پوځي څانګې سره تر ګډو کوښښونو لاندې د دواړو هېوادونو پوځي مخابراتي کرښه چې د کوريا ټاپووزمې په لويديځه سمندري سيمه کې ځای پر ځای شوی ده، د جولای په ۱۶مه نېټه په پوره توګه بيا فعاله شوه.

د کوريا جمهوريت د دفاع وزارت وويل چې د روان کال د جنوري په نهمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې ترخبرو اترو وروسته برېښنايي کېبل ترميم شوی دی، خو اوس نوري کيبل تر ترميمېدو وروسته بيا فعال شو چې د نور کيبل په وسيله تليفونونه او فکس په عادي توګه کارول کېدای شي.د کوريا جمهوريت د م م له امنيت شورا او امريکا سره تر مشورو وروسته د دې لاين د پوره اعاده کولو لپاره ديموکراتيکې کوريا ته د نوري کيبل ليږدوونکي تجهيزات او فکس برابر کړی ول.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای