CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: امريکا د ټولې نړۍ د دښمن په حيث سوداګريزه جګړه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-18 19:19:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، امريکا نه يوازې د چين په مقابل کې، بلکې د ټولې نړۍ د دښمن په حيث سوداګيزه جګړه کوي، دا به نړيوال اقتصاد ته ګواښ او خطر ورسوي.

د خبر له مخې، د امريکا لخوا پيل شوې سوداګريزه جګړه د نړيوالې ټولنې د اندېښنې وړ ده. ځينې عمده اقتصادي ډلو، نړيوالو صلاحيت لرونکو ارګانونو او نړيوالو شرکتونو دغې جګړې ته ډېرې پاملرنې څرګندې کړې دي او کوي يې. هوا چون ينګ په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې امريکا د خپل هېواد د کورنۍ سياست له لحاظه د خپلو ګټو د ساتلو لپاره سوداګريزه جګړه کوي او دا بېلګيزه يواړخيزه غوښتنه او د صفر حساب مفکوره ده. دغه عمل د دوهمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو نه وروسته د نړيوالو قواعدو او اداري نظام په باره کې يو ځل بېرته پرشا تګ دی. که دغه حالات سخت شي، نړيوال اقتصاد ته به ژور زيانونه ورسوي او دا د اندېښنې وړ ځای دی.

د يو بل خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس څو ورځې مخکې څرګنده کړې وه چې امريکا به د چين لخوا د تخنيکونو د غلا کولو د مخنيوي لپاره کلک تدبيرونه ونيسي. که چين برابره سوداګري رد کړي او په مداومه توګه له امريکا څخه غچ اخلي، امريکا به سر ټيټ نه کړي. هوا چون ينګ په دې اړه وويل، چې امريکا پر چين باندې تهمت او تور لګوي چې چين له امريکا څخه د پوهنې مالکيت حق غلا کوي، دا د تاريخ او رښتيا په وړاندې ناسم نظر دی. چين په ټينګار سره د نوښت پر بنسټ د پرمختګ د پياوړتيا ستراتيژي پلې کوي. د نوښت په برخه کې د چين برياليتوبونه د غلا او لوټ له لارې نه تر سره کېږي. دغه برياليتوبونه د يو مليارډ او درې سوه مليونو تنو چينايانو د هوښيارۍ او د خولو تويولو پر رڼا کې تر سره کېږي.

هوا چون ينګ زياته کړه چې په کلک او ټينګ ډول د خپلو حقه حقوقو ساتل او د څواړخيزو سوداګريزو اصولو او سيستم ساتل د نړيوالې ټولنې ګډه نظريه او ټينګ هوډ دی. که امريکا په دوامداره توګه پر زورواکې غوښتنې ټينګار وکړي، په ټوله نړۍ کې به بې پشتواني خوا وګرځي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای