CRI Online

شي جين پينګ د عربي متحده امارات په خبري رسنيو کې د نوم په لاسليکولو سره يوه مقاله خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-18 19:43:20

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د جولای په اتلسمه نېټه د چين دولت رئيس شي جين پينګ له عربي متحده امارات څخه له ليدنې مخکې د دغه هېواد په فدرالي ورځپاڼې او نيشنل ورځپاڼې کې د لاسونو په ورکولو سره د پرمختګ او په ګډه د راتلونکي جوړولو تر عنوان لاندې د نوم په لاسليکولو سره يوه مقاله خپره کړه چې محتويات په لاندې ډول دي:

زه به د ولسمشر خليفه بن زايد بن سلطان ال نهيان په بلنه د جولای له نولسمې نيټې څخه له عربي متحده امارات څخه رسمي ليدنه وکړم. دغه هېواد به په روان کال کې زما د ديپلوماتيکو ليدنو لومړی هدف ځای وي او د چين د دولت رئيس په توګه زما له بيا ټاکل کيدو وروسته لومړی عربي هېواد وي چې زه به ورڅخه ليدنه وکړم.

ما په ۲۰۱۴ کال کې عربي نړۍ ته د يو کمربند او يوې لارې وړانديز وړاندې کړی چې د عربي هېوادونو تاوده غبرګونونه يې تر لاسه کړي دي. د ابوظبۍ وليعهد محمد بن زايد ال نهيان ليري ليد لري او دغه وړانديز ته يې مثبت ځواب ورکړی چې د وريښمو نوې عصري لارې په وسيله د چين او عربي نړۍ تر منځ د تګ راتګ د پل جوړولو په چارو کې موږ ګډې دندې او هيلې لرو. دغه همکاريز چوکاټ ډېر مهم او اړين دی، څرنګه چې زموږ تر منځ اړيکو چټک پرمختګ موندلی، خو زموږ باور او هيلې له دغې اندازې څخه ډېرې لومړې دي.

زه هيله لرم چې دواړه هېوادونه لاسونه سره يو کړي: صميمي او باوروړ ستراتيژيک ملګري، د ګډو ګټو په شريکولو سره همکاريز ملګري، يو له بل څخه د زده کړې ټينګ ملګري او د واقعي کارونو په عملي کولو سره نوښت لرونکي ملګري وګرځي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای