CRI Online

جاپان او اروپايي ټولنه په ګډه ازاده سوداګري تر سره کوي، غواړي چې له امريکا سره مقابله وکړي؟

cri     (GMT+08:00) 2018-07-18 19:48:08

د جولای په اوولسمه نېټه د جاپان خبري رسنيو يو خبر ته پاملرنه کړې چې د دغه خبر مرکزي ټکي له امريکا سره مقابله کول، ازاده سوداګري او پراخې اقتصادي او سوداګريزې دايرې جوړول دي.

په همدې ورځ اروپايي ټولنې او جاپان د اقتصادي دوستانه اړيکو تړون لاسليک کړ چې دا تر اوسه پوري تر ټولو د لويې پيمانې د ازادې سوداګرۍ تړون دی او اټکل کېږي چې په روان کال کې به نافذ شي. که دغه تړون نافذ شي، په ټوله نړۍ کې به تر ټولو د لويې پيمانې د سوداګرۍ پرانيسته سيمه رامنځته شي چې د شپږو سوه مليونو تنو په اندازه نفوس به په کې برخمن وي او په جي ډي پي کې به په سلو کې ۳۰ برخه نيسي.

د څو اړخيزې سوداګرۍ او ازادې سوداګرۍ لټول د جاپان اوسنۍ دولتي تګلاره ده. د سوداګرۍ پر بنسټ جاپان تل غواړي چې د څو اړخيزې سوداګرۍ په سيالې کې لارښوونکی او ابتکاري ځای ونيسي او له امريکا سره په اړيکو کې ابتکاري مقام تر لاسه کړي او د دغو اړيکو د پرمختګ لارښوونکي وګرځي.

د امريکا د اقتصادي بنديزونو او د ذات البيني سواګريزو خبرو اترو تر فشار لاندې جاپان د نورو اقتصادي بازارونو او اقتصادي اړيکو بنسټ د پراخوالي غوښتنه لري. د شينزو ابي حکومت د جاپان او د اروپايي ټولنې تر منځ د اقتصادي همکارۍ تړون هڅونه کړی چې لومړی به د امريکا د ټرمپ حکومت د سپکاوي او ردولو له رويې سره مقابله وکړي او دويم به په نړۍ کې د جاپان اقتصادي فعاليتونه پراخ کړي تر څو د جاپان توليدات بهر ته په لا زياته اندازه صادر کړي. د شيزو ابي حکومت هيله لري چې په راتلونکې کې د اقتصادي بازارونو د پراخوالي له لارې په نړۍ کې د خپل هېواد د ګټو لپاره لا پراخې او ګټورې اقتصادي او سياسي اړيکې او د اقتصاد له لارې تلپاتې ښه سياسي شبکه جوړه کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای