CRI Online

د بريکس هېوادونو د رسنيو د درېيمې دورې لوړپوړی فورم پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-07-19 10:04:33

د بريکس هېوادونو د رسنيو د درېيمې دورې لوړپوړی فورم د جولای په ۱۸ مه نېټه د جنوبي افريقا په کېپټون کې پرانيستل شو او په دې فورم کې د بريکس د پنځو هېوادونو د رسنيو استازو د خپلمنځي نظري تبادلې او همکارۍ د ژورتيا په موخه د جامع او عادلانه نړيوال نظام د جوړولو په بهير کې د رسنيو ترمنځ د همکارۍ پر پياوړتيا تمرکز وکړ.

د دغه فورم اجرائيوي رئيس او د سينهوا اژانس مشرڅای مينګ جاو د فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، چې د بريکس د هېوادونو رسنۍ د معلوماتو د شريکولو، د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم او په نړۍ کې د بريکس د هېوادونو د بيان حق د لوړولو په برخو کې ګډ مسئوليت لري او ځانګړی رول لوبوي. نوموړي د بريکس د هېوادونو له رسنيو څخه وغوښتل چې په پوره توګه رغنده رول ولوبوي، د خبري راپورونو له لارې د بريکس د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختيا لپاره خدمتونه وکړي.

د چين د تبليغاتو مرستيال وزير او د چين د تګلارو د مرکزي څېړنيز دفتر مرستيال مشر وانګ شياو هوی په پرانيستونکو مراسمو کې يوه وينا وکړه چې عنوان يې و د رسنيو ترمنځ د نظر تبادلې ژورتيا او د بريکس د همکارۍ او پرمختګ ګډه هڅونه.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای