CRI Online

د امريکا د سوداګرۍ وزارت د يورانيمو معدني ډبرو او يورانيمو توکيو پر وارداتو د ۲۳۲ نمبر پلټنه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-19 10:15:06
د امريکا د سوداګرۍ وزارت د يورانيمو معدني ډبرو او يورانيمو توکيو پر وارداتو د ۲۳۲ نمبر پلټنه پيل کړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سوداګرۍ وزارت د جولای په ۱۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دوی په دې اړه د ۲۳۲ نمبر پلټنه پيل کړه چې ايا د يورانيمو معدني ډبرو او يورانيمو توکيو د وارداتو شمېر او حالت د امريکا دولتي خونديتوب ته ګواښ رسوي که نه.

ياد وزارت وويل، د دې پلټنې سبب د يورانيمو کان د استخراج په اړه د دوو امريکايي تصديو مراجعه ده، دوی اړوندو ګټه لرونکو، پارلماني غړو، د دفاع وزارت ، د انرژۍ وزارت او نوروحکومتي همکارانو څخه مشورې هم واخيستلې. دغه پلټنه به د يورانيمو کان د استخراج، د يورانيمو د غني کولو، د ملي دفاعي چارو او د صنعتي مصرف په شمول د دغو چارو په ټولو برخو کې ترسره شي.

د امريکا د ډېرو سوداګرۍ کارپوهانو په اند، امريکا څو ځلې د ۲۳۲ نمبر پلټنه ترسره کړې چې د سوداګرۍ د ساتنې متروکه او يواړخيزه طريقه ده، په سخته توګه يې نړيوال سوداګريز نظام خراب کړی او د سوداګرۍ نړيوال سازمان له مقرراتو څخه يې هم سرغړونه کړې ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای