د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د جولای په ۱۸مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې ۱۱ خبريالان په دې هېواد کې وژل شوي دي.
په دې راپور کې راغلي، ياد ۱۱ خبريالان ټول د زورزياتي پېښو مستقيمې موخې وې. له دې جملې څخه ۹ تنه د تېر اپريل په پای کې کابل کې د يو ځانمرګي بريد له امله ووژل شول، نور ۲ تنه په جلا جلا توګه په کندهار او خوست ولايتونو کې په ډزو ووژل شو. د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې بايد د خبريالانو د خونديتوب د ساتلو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |