CRI Online

د چين د دولتي شورا په نوبتي غونډه کې د سوداګريز چاپيريال د ښه والي کارونه او د ادارې چارو په اړه د ان لاين خدمتي سيستم د جوړولو تدبيرونه وټاکل شول

cri     (GMT+08:00) 2018-07-19 10:32:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جولای په ۱۸ مه نېټه د چين د صدراعظم لي که چيانګ په مشرۍ د دولتي شورا په يوه نوبتي غونډه کې د سوداګريز چاپيريال د ښه والي، د سيالۍ توان د لوړتيا او د اقتصادي ودې د ټينګښت په اړه کارونه ترتيب شول، دغه راز د عامو خلکو کاروبار ته د اسانتياوو د برابرولو په موخه د اړوندو اداري چارو په اړه د ان لاين خدمتي سيستم د جوړولو تدبيرونه وټاکل شول .

په دغه غونډه کې غوښتنه وشوه چې بايد تر حده پورې د بازار اقتدار، د خلکو خلاقه انرژي او د ټولنې ابتکاري قوت راسمبال شي ، د بازار او عامو خلکو ستونزو ته دې تمرکز وشي، بازار ته دې مساعد حقونه ورکړل شي،د بازاري سيالۍ لپاره دې عادلانه چاپيريال جوړ شي او د نوښت خوځنده ځواک دې لوړ شي. دغه راز د هېواد په عمده برخه کې به د تايوان، هانکانګ او مکاو د خلکو د ګمارلو جواز سير په شمول ۱۷ ډول جواز سيرونه لغوه شي. د روان کال له پای مخکې به ګمرکي چارې د ازموينې او قرانطين له چارو سره يوځای شي او د تصديو لپاره به د مالياتو ورکولو ګامونه تنظيم او کم شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای